د هېواد په پنځو ولایتونو کې ۹ تنه د نشه يي توکو د پلور او قاچاق په تړاو ونیول شول

jamil-moi
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۹/۱۱ - ۱۰:۳۵
7

د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو د نیمروز، بلخ، تخار، غزني او فاریاب ولایتونو په اړوند سیمو کې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې نهه تنه د نشه يي توکو د پلور او قاچاق په تړاو نیولي دي.
د یادو کسانو له ډلې؛ نیمروز کې یو کس د ۳۸ کیلوګرامه تریاکو د قاچاق، بلخ کې یو کس له ۱۳۷ بوتله الکولي څښاکو او بل کس د یو اندازه هیرویینو د قاچاق، فاریاب کې د نشه يي توکو څلور پلورونکي او همدارنګه په غزني کې هم څلور تنه د نشه يي توکو د پلور په تړاو نیول شوي دي.
د نیول شویو کسانو نسبتي دوسیې تر لومړنیو څېړنو وروسته اړونده بنسټ ته سپارل شوې دي.