د هېواد په پنځو ولایتونو کې ۱۱ تنه د نشه يي توکو د پلور او قاچاق په تړاو ونیول شول

د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو د کابل، هلمند، پروان او بدخشان ولایتونو په اړوند سیمو کې د څو بېلو عملیاتو په ترسره کولو سره ۱۰ تنه د نشه يي توکو د پلور او قاچاق په تړاو نیولي دي.
د یادو کسانو له منځه؛ په پروان ولایت کې درې تنه، بدخشان ولایت کې یو کس، هلمند ولایت کې دوه تنه او همدارنګه کابل ولایت کې هم څلور تنه له یو اندازه هیرویینو، ښيښه، چرسو، "کا" تابلېتونو او یو میل کلاشینکوف وسلې سره یو ځای نیول شوي دي.
بلخوا؛ د سمنګان ولایت په اړوند سیمو کې هم د نشه يي توکو یو قاچاقبر له ۲۰۰ قرصه "کا" نشه کوونکو تابلېتونو سره نیول شوی دی.