د هېواد په پنځو ولایتونو کې ۱۰ تنه د انسان، نشه يي توکو او سرو زرو د قاچاق په تړاو ونیول شول

jamil-moi
چهارشنبه ۱۳۹۹/۶/۲۶ - ۱۱:۶
8

د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو د کابل، بغلان، هرات، ننګرهار او پروان ولایتونو په اړوند سیمو کې د څو جلا عملیاتو په پایله کې ۱۰ تنه د انسان، نشه يي توکو او سرو زرو د قاچاق په تړاو نیولي دي.
د یادو کسانو له منځه؛ په کابل، ننګرهار او بغلان ولایتونو کې اته تنه د انسان د قاچاق په تړاو له نږدې ۲۴۰ زره امریکايي ډالرو، لس میلیونه افغانیو، دوه میلیونه او څلور سوه زرو پاکستانۍ کلدارو او د ځینو نورو هېوادونو له پیسو سره یو ځای نیول شوي دي.
په همدې حال کې؛ هرات کې هم یو کس د څه باندې دوه کیلوګرامه سرو زرو د قاچاق په تړاو نیول شوی او په پروان کې بیا یو کس د پنځه کیلوګرامه هیرویینو د قاچاق په تور نیول شوی دی.