د هېواد په پنځو ولایتونو کې اوه تنه د نشه يي توکو د قاچاق په تړاو ونیول شول
![6](/sites/default/files/2021-01/134543835_1903236476480907_2923141069119991957_o_9.jpg)
پولیسو تېره ورځ په کابل، بلخ، هرات، بغلان او پکتیکا ولایتونو کې اوه تنه د نشه يي توکو د قاچاق په تړاو نیولي دي.
د یادو کسانو له منځه؛ کابل کې یو کس، بلخ کې دوه تنه، هرات کې یو کس، بغلان کې هم یو کس او پکتیکا کې بیا دوه تنه د نشه يي توکو د پلور او قاچاق په تړاو نیول شوي دي.
له نیول شویو کسانو څخه یو اندازه هیرویین، ښيښه، چرس، تریاک او "کا" نشه کوونکي تابلېتونه هم ترلاسه شوي دي.