د هېواد په شپږو ولایتونو کې ۱۸ تنه د جنايي جرمونو په تړاو ونیول شول

jamil-moi
پنجشنبه ۱۳۹۹/۶/۲۰ - ۱۰:۳۰
5

د کونړ، لغمان، کاپیسا، ننګرهار، بلخ او کندوز ولایتونو د امنیه قوماندانیو منسوبینو د څو جلا عملیاتو په پایله کې ۱۸ تنه د وسله والو غلاو، قتل، د وسلو د لېږدونې او قمار بازۍ په تړاو نیولي دي.
د دې کسانو له منځه؛ د کونړ ولایت په نرنګ ولسوالۍ کې څلور وسله وال غله، د کاپیسا ولایت په مرکز کې دوه نامسووله وسله‌وال له دوه میله وسلو سره، د ننګرهار ولایت د جلال‌اباد ښار په درېیمه ناحیه کې د موبایل دوه غله، د لغمان ولایت په قرغه‌يي ولسوالۍ کې د وسایطو دوه غله، د بلخ ولایت په دهدادي ولسوالۍ کې یو کس د وژنې او همداراز د کندوز ولایت په خان‌اباد ولسوالۍ کې هم اوه تنه د قمار بازۍ په تور تر پېژندنې وروسته نیول شوي دي.