د هېواد په شپږو ولایتونو کې لسګونه په نشو روږدي کسان روغتیايي مرکزونو ته معرفي شول

moi-af
یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۳ - ۱۴:۵۱
sadfasf

له وروستیو ۲۴ ساعتونو راهیسې د هېواد په بغلان، پروان، کاپیسا، کونړ، فراه او میدان وردګ ولایتونو کې ۴۴ په نشو روږدي کسان د نشه‌یي توکو سره د مبارزې پولیسو راټول کړي او د بستر او درملنې په موخه یې د یادو ولایتونو د روږدو د درملنې روغتیايي مرکزونو ته معرفي کړي دي.

له‌منځه یې، ۱۳ تنه په بغلان، نهه تنه په پروان، نهه تنه په کونړ،  اوه تنه په کاپیسا، څلور تنه په میدان وردګ او دوه تنه نور د فراه ولایت په مربوطاتو کې راټول شوي دي.