د هېواد په دوو ولایتونو کې څه باندې ۱۰۰ کیلوګرامه نشه يي توکي کشف او ترلاسه شول

jamil-moi
پنجشنبه ۱۳۹۹/۸/۲۲ - ۱۰:۵
7

د ننګرهار ولایت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو د دوربابا ولسوالۍ په اړوند سیمو کې د یوه کور په انګړ کې چې ۱۰۰ کیلوګرامه چرس ځای پر ځای شوي وو، کشف او ترلاسه کړي دي.
بلخوا؛ د کندوز ښار په اتمه ناحیه کې هم د نشه يي توکو یو قاچاقبر له درې نیم کیلوګرامه چرسو سره نیول شوی دی.