د هېواد په دوو ولایتونو کې څلور نامسووله وسله وال او غله ونیول شول

د بلخ او پروان ولایتونو د امنیه قوماندانیو منسوبینو د یادو ولایتونو په اړوند سیمو کې څلور تنه د وسایطو د غلا او د غیرقانوني وسلو د لېږدونې په تړاو نیولي دي.
یاد کسان د پروان ولایت په سیدخېل ولسوالۍ او د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې نیول شوي دي.
همداراز؛ د پروان ولایت د امنیه قوماندانۍ منسوبینو هم د یوه بل عملیات په پایله کې یو عراده غلا شوې واسطه ترلاسه او څښتن ته یې سپارلې ده.