د هېواد په دوو ولایتونو کې له درېیو ماین چاودنو مخنیوی شوی

jamil-moi
دوشنبه ۱۳۹۹/۶/۱۷ - ۱۱:۱۲
6

د تخار ولایت د امنیه قوماندانۍ منسوبینو په مرکز تالقان ښار کې د ځینو عملیاتو په پایله کې د دوو کړیو ځای پر ځای شویو ماینونو له چاودنې مخنیوی کړی دی.
ترهګرو یاد ماینونه د ملکي مرګ ژوبلې په موخه ځای پر ځای کړي وو، چې هدف ته له رسېدو مخکې د پولیسو لخوا پر وخت کشف او شنډ شوي دي.
پولیسو د بدخشان ولایت په بهارک ولسوالۍ کې هم د ترهګرو د یو کړۍ ځای پر ځای شوي ماین له چاودنې مخنیوی کړی دی.