د هېواد په دوو ولایتونو کې درې تنه د نشه يي توکو د قاچاق په تړاو ونیول شول

د پروان ولایت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو د سالنګ ولسوالۍ په اړوند سیمو کې د یو لړ عملیاتو په پایله کې یو کس د ۱۴۸ بوتله الکولي څښاکو د قاچاق په تړاو چې په یو عراده موټر کې یې ځای پر ځای کړي وو، نیولی دی.
په همدې حال کې؛ د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو د هرات ولایت په اسلام قلعه بندر کې هم د نشه يي توکو دوه قاچاقبران د ۲۴ کیلوګرامه کرېستالو د قاچاق په تړاو چې په یو عراده ټېلري موټر کې یې ځای پر ځای کړي وو، نیولي دي.