د هېواد په درېیو ولایتونو کې ۹ تنه د نشه يي توکو د پلور او قاچاق په تړاو ونیول شول

jamil-moi
دوشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۱۳ - ۱۳:۴۲
7

د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو د بلخ، خوست او ننګرهار ولایتونو په اړوند سیمو کې د څو جلا عملیاتو په ترڅ کې نهه تنه د نشه يي توکو د پلور او قاچاق په تړاو نیولي دي.
د یادو کسانو له منځه؛ په ننګرهار ولایت کې د نشه يي توکو دوه قاچاقبران له ۲۰ کیلوګرامه چرسو سره، په بلخ ولایت کې درې تنه د نشه يي توکو د پلور او قاچاق او همدارنګه په خوست کې هم څلور تنه له یو اندازه چرسو، تریاکو، ښيښه او الکولي څښاکو سره یو ځای نیول شوي دي.