د هېواد په درېیو ولایتونو کې ۸ تنه د جنايي جرمونو په تړاو ونیول شول

د سرپل ولایت د امنیه قوماندانۍ منسوبینو د مرکز په اړوند سیمو کې درې تنه د وسایطو د غلا په تړاو نیولي او له دې کسانو څخه یې یو عراده غلا شوې واسطه ترلاسه کړې او څښتن ته یې سپارلې ده.
په همدې حال کې؛ د لوګر ولایت د مرکز پل علم ښار او خوښۍ ولسوالۍ په اړوند سیمو کې هم یو کس د وژنې او بل کس د غلا په تړاو نیول شوي دي.
بلخوا؛ د خوست ولایت په مرکزي سیمو کې درې تنه د خلکو د ځورونې په تور نیول شوي دي.