د هېواد په درېیو ولایتونو کې ۷ تنه د جنايي جرمونو په تړاو ونیول شول

پولیسو په کاپيسا، هرات او بلخ ولایتونو کې ځینې عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې اوه تنه د جنايي جرمونو په تړاو نیولي دي.
د دې کسانو له ډلې؛ د کاپیسا ولایت په حصې دوم کوهستان ولسوالۍ کې درې تنه د قتل او وسله والو غلاو، د هرات ولایت په غوریان ولسوالۍ کې یو کس د قتل او د بلخ ولایت د مزارشریف ښار د لسمې ناحیې په اړوند سیمو کې هم درې تنه د موټر د غلا په تور نیول شوي دي.
د نیول شویو کسانو نسبتي دوسیې به تر لومړنیو څېړنو وروسته اړونده بنسټ ته وسپارل شي.