د هېواد په درېیو ولایتونو کې ۵۹۶ کیلوګرامه "تریاک او چرس" او یو اندازه الکولي څښاک کشف او ترلاسه شول

jamil-moi
پنجشنبه ۱۳۹۹/۶/۶ - ۹:۳۶
6

د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو د کابل، نیمروز او ننګرهار ولایتونو په اړوند سیمو کې څو جلا عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې ۵۹۶ کیلوګرامه نشه يي توکي د "تریاکو او چرسو" له ډوله کشف او ضبط کړي دي.
د نیمروز ولایت په کنګ ولسوالۍ کې ۴۵ کیلوګرامه تریاک، د ننګرهار ولایت په پچیراګام ولسوالۍ کې ۵۵۱ کیلوګرامه چرس او د کابل ښار د څلورمې ناحیې په اړوند سیمو کې هم یو اندازه الکولي څښاک کشف او ترلاسه شوي دي.
د یادونې وړ ده چې د نیمروز او ننګرهار د قضیو په تړاو څوک ندي نیول شوي، خو په کابل ښار کې د الکولي څښاکو د قضیې په تور بیا یو کس نیول شوی دی.