د هېواد په درېیو ولایتونو کې ۱۰ تنه د نشه يي توکو د پلور او قاچاق په تړاو ونیول شول

jamil-moi
پنجشنبه ۱۳۹۹/۷/۲۴ - ۱۰:۲۴
6

د کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو د تخار، غزني او هرات ولایتونو په اړوند سیمو کې د څو بېلو عملیاتو په ترڅ کې ۱۰ تنه د نشه يي توکو د پلور او قاچاق په تړاو نیولي دي.
د دې کسانو له منځه؛ د تخار ولایت په رستاق ولسوالۍ کې دوه تنه د ۲۹ پاکټه هیرویینو د قاچاق، د غزني ولایت په جاغوري ولسوالۍ کې درې تنه د چرسو او الکولي څښاکو د پلور او همدارنګه د هرات ښار د لومړۍ، دویمې، پنځمې او اتمې ناحیو په اړوند سیمو کې هم د نشه يي توکو پنځه پلورونکي نیول شوي دي.