د هېواد په درېیو ولایتونو کې له ۱۰ ماین چاودنو مخنیوی شوی

jamil-moi
چهارشنبه ۱۳۹۹/۷/۳۰ - ۱۳:۲۶
8

د خوست ولایت د امنیه قوماندانۍ منسوبینو د خوست د مرکز په اړوند لومړۍ ناحیې او همدارنګه د اسماعیل خېلو مندوزیو، صبرۍ، باک او ځاځي ولسوالیو کې د ترهګرو طالبانو شپږ کړۍ ځای پر ځای شوي ماینونه کشف او له چاودنې یې مخنیوی کړی دی.
بلخوا؛ د کندوز ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې هم د ترهګرو طالبانو درې کړۍ ځای پر ځای شوي ماینونه کشف او شنډ شوي دي.
د یادونې وړ ده، چې پولیسو د کندهار ښار د دولسمې ناحیې په اړوند سیمو کې یو کړۍ ماین کشف او له منځه وړی دی.