د هېواد په درېیو ولایتونو کې شپږ تنه د نشه يي توکو د پلور او قاچاق په تړاو ونیول شول

jamil-moi
چهارشنبه ۱۳۹۹/۹/۵ - ۱۱:۲۷
7

د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو د کابل ښار د ډسپېچري دروازې په تلاشۍ کې د "امنیتي میثاق" پر بنسټ ځینې ځانګړي عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې د نشه يي توکو یو قاچاقبر چې ۲۰ کیلوګرامه چرس یې په یو عراده لېږدوونکې واسطه کې ځای پر ځای کړي وو، نیولی دی.
په همدې حال کې؛ په بغلان کې یو کس د الکولي څښاکو د تولید او پلور په تړاو له ۲۲۰ لیتره الکولي څښاکو سره نیول شوی او د الکولي څښاکو د تولید دوه کارخونې له منځه وړل شوې دي.
بلخوا؛ د فراه ولایت په مرکزي سیمو کې هم د نشه يي توکو څلور پلورونکي له یو اندازه نشه يي توکو او جنګي تجهیزاتو سره نیول شوي دي.