د هېواد په درېیو ولایتونو کې د ۱۳ کړیو ځای پر ځای شویو ماینونو له چاودنې مخنیوی شوی

jamil-moi
پنجشنبه ۱۳۹۹/۶/۲۷ - ۱۰:۲۹
6

د ملي پولیسو منسوبینو د بامیان، کاپیسا او نیمروز ولایتونو په اړوند سیمو کې د څو جلا کشفي عملیاتو په ترڅ کې د ۱۳ کړيو ځای پر ځای شویو ماینونو له چاودنې مخنیوی کړی دی.
ترهګرو یاد ماینونه په تازه‌ګۍ سره د بامیان ولایت د کهمرد ولسوالۍ په "لرموش" کلي کې، د کاپیسا ولایت د نجراب ولسوالۍ په "پاریات" کلي کې او همدارنګه د نیمروز ولایت په دلارام ولسوالۍ کې د ترورېستي پېښو په موخه ځای پر ځای کړي وو، چې هدف ته له رسېدو مخکې کشف او شنډ شوي دي.
د سړک غاړې ماینونو ځای پر ځای کول جنګي جنایت دی او ترهګرو غوښتل د دې ماینونو په وسیله یو ځل بیا ملکي مرګ ژوبله رامنځته کړي.