د هېواد په درېیو ولایتونو کې د نشه يي توکو  پنځه قاچاقبران ونیول شول

jamil-moi
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۸/۱۳ - ۱۱:۴۱
6

د بدخشان ولایت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو په کشم ولسوالۍ کې د نشه يي توکو د قاچاقبرانو د نیولو په موخه دوه جلا عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې دوه تنه له ۱۱ کیلوګرامه هیرویینو سره یو ځای نیولي دي.
بلخوا؛ د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو په تخار ولایت کې یو قاچاقبر له څلور کیلوګرامه هیرویینو او همدارنګه په بادغیس ولایت کې هم د نشه يي توکو دوه پلورونکي نیولي دي.