د هېواد په درېیو ولایتونو کې درې تنه د وسلو او مهماتو د قاچاق په تړاو ونیول شول

jamil-moi
شنبه ۱۳۹۹/۶/۲۲ - ۱۱:۴
6

د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د میدان وردګ، کاپیسا او غور ولایتونو په اړوند سیمو کې څو جلا هدفمند عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې درې تنه د وسلو او مهماتو د قاچاق په تړاو نیولي دي.
د یادو کسانو له منځه؛ د میدان وردګو ولایت په مرکز کې یو کس له دوه میله تفنګچو او یو اندازه مهماتو؛ د کاپیسا ولایت په حصې دوم ولسوالۍ کې یو کس له څلور ډزه راکېټ ګولیو، یوه پایه مخابرې، دوه قبضې لاسي بمونو او همدارنګه یو شمېر مهماتو او نظامي تجهیزاتو سره او د غور ولایت د مرکز په اړوند سیمو کې هم یو کس له یو میل کلاشینکوف، یو میل تفنګچې، درې قبضې لاسي بمونو، یو کیلوګرام تریاکو او یو اندازه مهماتو سره یو ځای نیول شوي دي.
د یادونې وړ ده چې د نیول شویو کسانو نسبتي دوسیې تر لومړنیو څېړنو وروسته اړونده بنسټ ته سپارل شوې دي.