د هېواد په درېیو ولایتونو کې اته تنه د نشه يي توکو د پلور او قاچاق په تړاو ونیول شول
د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو د کابل ښار د پینځمې ناحیې په کارته مامورین سیمه کې ځینې هدفمند عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې یو قاچاقبر له ۲۰ کیلوګرامه چرسو سره یو ځای نیولی دی.
همداراز د هرات ولایت په بېلابېلو سیمو کې هم د نشه يي توکو څلور پلورونکي او د بدخشان ولایت د فیضاباد ښار په "کوفاب" ولسوالۍ کې د نشه يي توکو درې قاچاقبران او پلورونکي نیول شوي دي.
له نیول شویو کسانو څخه ۶۰ کیلوګرامه چرس او هیرویین او ۳۸ لیتره الکولي څښاک هم د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو لاسته ورغلي دي.