د هېواد د کورنیو چارو وزارت لوړ پوړی پلاوی په یوه ځانګړي سفر هلمند ته ولایت ته راورسېدی:

moi-af
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۳/۱۰ - ۱۷:۵۱
ss

د هېواد د کورنیو چارو وزارت لوړ پوړی پلاوی په یوه ځانګړي سفر هلمند ته ولایت ته راورسېدی:

تېره شپه د هېواد د کورنیو چارو وزارت اداري معین محترم مولوي نورجلال صاحب،د مخدره موادو پر ضد د مبارزې معین محترم ملاعبدالحق اخند صاحب د یوپلاوي په مشرۍ هلمند ولایت ته راورسېدل او نن یې د دې ولایت د ګڼ شمېر علماء کرامو،مسؤلینو،قومي مشرانو او مخورو په یوه ستره غونډه کي ګډون وکړ.

دباختر اطلاعاتي اژانس د خبر له مخي غونډه د قران عظیم الشان د څو مبارکو ایاتونو په تلاوت سره پیل سوه.

لومړی هلمند والي محترم طالب مولوي صاحب راغلي پلاوي او د غونډي برخوالو ته تر ښه راغلاست ویلو وروسته دپلاوي تعرف او د غونډي د محتوی په اړه معلومات ورکړه.
نوموړي وویل چي د پلاوي د سفر موخه د عالیقدر امیرالمومنین شیخ صاحب حفظه الله  د هغه فرمان په اړه د خلګو څخه د همکارۍ غوښتنه ده چي د کوکنارو د کرهني د بندیز په اړه یې صادر کړی وو.

هغه په دې اړه مقدماتي خبري وکړې.

وروسته د راغلي پلاوي مشر مولوي نورجلال صاحب وینا وکړه.
نوموړي په پیل کي د تېر شل کلن اشغال پر مهال  د هلمندي ولس قربانۍ وستایلې او هغه یې یو اسلامپال او مبارز ولس یاد کړ.

نوموړي وویل چي هلمندي ولس هغه ولس دی چي تر بشپړ فتحي څلور کاله مخکي یې د شهیدانو تعداد ۹۷۰۰۰ اوه نوي زره ته رسېدلی وو.
هغه وویل چي موږ د خپل ولس قدر لرو او د هغوی مرستي او همکارۍ به هیڅکله هېري نکړو.
ښاغلي نورجلال په هېواد کي د کوکنارو کښت د هېوادوالو په زیان یاد کړ او هغه یې د هېواد دپاره زهرقاتل ونوموی.
هغه ددې کښت په مخنیوي کي د مسؤلینو او عام ولس څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه.
ورپسې ښاغلي ملاعبدالحق اخند د موضوع په اړه خبري وکړې.
نوموړي وویل چي د عالیقدر امیرالمومنین شیخ صاحب حفظه الله د فرمان له مخي په ټول هېواد کي د کوکنارو پر کرهنه باندي بندیز لګېدلی دی.
او کله چي د یو مباح کار په منعه کولو کي د امیر امر صادر سي نو هغه کار حرام ګرځي.نو ددې امر عملي کول د مسؤلینو او عامو خلګو اسلامي وجیبه ده.هغه د خلګو څخه وغوښتل چي ددې امر په عملي کولو کي ددوی سره په بشپړ ډول همکاري وکړي تر څو د عالیقدر امیرالمومنین فرمان عملي او هېواد مو ددې ناروا او مضر بوټي څخه د تل لپاره خلاص سي.او دې ته اړتیا پیدا نسي چي مسؤلین یې په وړاندي جدي غبرګون وښیي.

وروسته د عامو خلګو په نمایندګۍ څو تنه علماء کرامو او قومي مشرانو د عالیقدر امیرالمومنین د فرمان هرکلی وکړ.
او هغه یې د افغانانو په ګټه وګڼی.
نوموړو وویل چي موږ به هیڅکله اجازه ورنکړو چي څوک ددې کښت په کرهنه لاس پوري کړي.هغوی د شیخ صاحب د فرمان بشپړ عملي کول خپل اسلامي دنده وګڼل او په دې اړه یې په زړه پوري خبري وکړې.