د هېواد د لوېدیځ زون د مسؤولینو د همغږۍ غونډه په هرات کې ترسره شوه
دا غونډه د هرات ولایت د والي شیخ مولانا اسلامجار په مشرۍ، د بادغیس، غور، فراه او نیمروز ولایتونو د والیانو، د نظامي محاکمو د رئیسانو، امنیه قوماندانانو، د لواءګانو قوماندانانو او د اړوندو ولایتونو د استخباراتي مسؤولینو په ګډون ترسره شوه.
په دې غونډه کې د کارموندنې د زمینې برابرولو، د جنايي پېښو د کچې راکمولو، د نشهيي توکو د کښت او قاچاق مخنیوي، په ادارو کې د خلکو چارو ته د لا ښه رسېدنې او یو شمېر نورو موضوعاتو په اړه بحث او خبرې وشوې.
د هرات والي د نیمروز، فراه، غور او بادغیس ولایتونو په کچه د ځوانانو لپاره د کارموندنې پر زمینې برابرولو ټینګار وکړ او ویې ویل، چې په هر ولایت کې باید د کرنې، صنعت او ساختماني چارو په برخو کې خلکو ته د کار زمینه برابره شي.
نوموړي د بېلابېلو برخو په تړاو د امیرالمؤمنین حفظهالله د فرامینو پر غوره تطبیق ټینګار وکړ او د هېواد د لوېدیځ زون د مسؤولینو ترمنځ یې د لا زیاتې همغږۍ غوښتنه وکړه.
ورپسې، اړوندو مسؤولینو د خپلو ولایتونو د اداري، امنیتي او معیشتي وضعیت په اړه معلومات وړاندې کړل او د خلکو لپاره یې د کارموندنې او مناسب ژوند د زمینې برابرولو په برخه کې د خپلو هڅو یادونه وکړه.