د هیواد په اتو ولایتونو کې ۱۶ تنه نیول شوي او د ځنګلونو د وهلو او قاچاق مخنیوی وشو

moi-af
پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۵ - ۱۱:۲۲
adfasf

امنیتي ځواکونو په اوو ولایتونو کې د بېلابېلو جنایي جرمونو په تړاو ۱۶ تنه نیولي دي چې د پولیسو له لومړنیو څېړنو وروسته به عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.
د نیول شوو کسانو له ډلې، څلور تنه د لسګونه څارویو د غلا په تړاو په لغمان، درې تنه د جوارګرۍ په تړاو په تخار، څلور تنه د غلا او اخلاقي فساد په تړاو په کندز، دوه غیرمسؤل وسله وال په غور، یو تن د ۱۲۰ زره افغانیو د غلا په تړاو په سرپل، یو تن د غلا په تړاو په بلخ او یو تن د وژنې په تړاو له یو میل وسلې سره په سمنګان ولایت کې نیول شوی دی.

ورته مهال د ننګرهار امنیه قومندانۍ منسوبینو د طبیعي ځنګلونو د پرې کولو او قاچاق مخنیوی کړی دی.