د هند حکومت له لورې مرسته شوي امبولانسونه کورنیو چارو وزارت ته وسپارل شول

moi-af
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۸ - ۱۴:۲۸
adfaf

د هند حکومت د افغانستان د روغتیایي سکتور د پیاوړتیا په موخه د امبولانسونو مرسته کړې وه چې له جملې یې د کورنیو چارو وزارت د روغتیایي چارو لوی ریاست د پولیسو ملي تخصصي روغتون ته شپږ عرادي مجهز امبولانسونه وسپارل شول.

د مسؤلینو په وینا دا مرسته به د بېړنيو روغتيايي خدمتونو د چټکتيا او اغېزمنتيا په لوړولو کې مهم رول ولوبوي او د امنيتي ځواکونو او عامو هېوادوالو د روغتيايي اړتياوو په پوره کولو کې به اسانتياوې رامنځته کړي.
د کورنيو چارو وزارت د هند له حکومت څخه د دغې همکارۍ له امله مننه کوي او د ګام د دواړو هېوادونو ترمنځ د بشردوستانه همکاريو د دوام نښه بلي.