د هلمند پولیسو ۵ تنه د انسان تښتونې په تړاو نیولي

د مسوولینو په وینا، څو ورځې وړاندې یو تن د یاد ولایت له باغران ولسوالی څخه تښتول شوی وو او د خوشي کولو په تړاو یې د کورنی څخه د ډیرو پیسو غوښتنه شوې وه چې، د پولیسو د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې تښتول شوی کس را خوشي او خپلې کورنی ته وسپارل شو او د پېښې په تړاو ۵ تنه د پولیسو له لوري نیول شوي چې له نیول شویو کسانو سره یو میل کلاشینکوف او یو میل تفنګچه هم د پولیسو لاسته راغلي.