د هلمند ولایت پولیسو له ښوونیز مرکز څخه ۳۴۶ تنه مجاهدین فارغ شول

moi-af
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۵ - ۱۲:۵
asdasf
یادو منسوبینو د نظامي او عقیده تي زده کړو وروسته د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د یاد ولایت امنیه قومندان، د هلمند ولایت پولیسو د روزنیز مرکز قومندان، علماوو او یاد ولایت مسوولینو او منسوبینو په شتون کې د فراغت سندونه تر لاسه کړل. ویناوالو په دغه مراسمو کې د نظامي او مسلکي زده کړو پر اهمیت خبرې وکړې او فارغان یې د اسلامي امارت د مشرانو اطاعت، ملي ارزښتونو ته درناوي، دین، ولس او نظام ته ښه خدمت ته وهڅول. وروسته فارغ شوو منسوبینو نظامي نمایشونه نندارې ته وړاندې کړل او غونډه د تصدیق پاڼو په وېشلو پای ته ورسېده.