د هلمند له اسلامي او ملي پولیسو روزنیز مرکز څخه ۶۰۲ تنه ځوان منسوبین فارغ شول

moi-af
شنبه ۱۴۰۴/۴/۲۸ - ۱۱:۲۳
شسیبشسب


د هلمند ولایت د اسلامي او ملي پولیسو د ښوونیز او روزنیز مرکز څخه ۶۰۲ تنه ځوان منسوبین د نظامي، عقیدوي، فکري، بدني او مسلکي زده کړو تر بشپړېدو وروسته د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې فارغ شول. دغه مراسم د قران کریم د مبارکو آيتونو په تلاوت پیل شول، چې پکې د ولایت مرستیال، د مرافعي محکمې رئیس، د ښوونیز مرکز، د امنیه قوماندانۍ او ګڼو نورو ادارو مسؤلینو، علماوو، مجاهدینو، استادانو او خلکو پراخ ګډون کړی و.

په غونډه کې د فارغینو له لوري منظم نظامي حرکات، تمرینات او قطارونه وړاندې شول، چې د ګډونوالو له تاوده هرکلي سره مخ شول. ویناوالو د نظم، اطاعت، زده‌کړې او د ملي او اسلامي ارزښتونو پر درناوي ټینګار وکړ او فارغان یې د دین، نظام او ولس صادق خدمت ته وهڅول. 
همداراز هغو محصلینو ته چې غوره وړتیاوې یې ښودلې وې، ستاینلیکونه او تحفې ورکړل شوې.

 د یادونې وړ ده چې یاد مرکز تر دې دمه شاوخوا ۷۰۰۰ تنه مسلکي روزلي منسوبین ټولنې ته وړاندې کړي دي.