د هلمند د پولیسو په اسلامي او ښوونیز روزنیز مرکز کې سلګونو مجاهدینو مسلکي او روزنیزې زده کړې ترلاسه او د یوې غونډې په ترڅ کې فارغ شول.

دا مراسم چې هلمند کې د پولیسو په یاد مرکز کې نیول شوي وو په ترڅ کې یې ۷۰۲ تنه ځوان منسوبین د ګڼ شمېر مسؤلینو، منسوبینو او علماء کرامو په شتون کې مسلکي او عقیدوي زده کړې بشپړې او تصدیق پاڼې ورکړل شوې.
د يادوني وړ ده، چي یاد ښوونیز مرکز د اسلامي امارت له بریا وروسته شپږ زره "۶۰۰۰" مجاهدین په مختلفو مسلکي څانګو کې روزلي او د ټولنې خدمت ته وړاندې کړي دي.