د هلمند د اسلامي پولیسو په روزنیز مرکز کې سلګونو مجاهدینو په دیارلسمه دوره کې مسلکي، روزنیزي او عقیدتي زده کړې بشپړې کړې او د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.

moi-af
شنبه ۱۴۰۴/۲/۲۷ - ۱۳:۵۷
sdaf

په همدې اړه مراسمو کې چې په یاد مرکز کې ترسره شول، د هلمند مرستیال والي الحاج محمد نبي حماس، د یاد مرکز قومندان مولوي عبدالصمد مبارک د هلمند امنیه قومندانۍ مسؤلینو او ګڼ شمېر میلمنو ګډون کړی و. 
غونډې ته مسؤلینو ویناوې وکړې او له فارغو مجاهدینو یې وغوښتل چې خپل ولس سره دې نیک چلند وکړي او همداراز دې د اسلامي شریعت په رڼا کې خپلې ورسپارل شوې دندې مسؤلیت وګڼي او په ښه شکل دې مخته یوسي.
په فارغو شویو مجاهدینو کې ۴۷۱ تنه د هلمند او ۱۵۲ تنه د نیمروز ولایت منسوبین دي چې د پولیسو په جزتامونو کې به په دندو وګومارل شي.