د هرات په زنده جان ولسوالۍ کې د یوې کورنۍ د دوو غړو د وژنې په تړاو ۷ تنه ونیول شول

moi-af
شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۱۴:۲۹
adsfaf

​دا کسان د زنده جان ولسوالۍ د لنګر کلي د یوه اوسېدونکي کور ته ننوتي، لومړی یې یو ځوان د خپلې مور د سترګو پر وړاندې وژلی او بیا یې د هغه د مور لاسونه تړلي او پر خولې یې د چسپ (ټیپ) لګولو وروسته یې ډېر په بې رحمه ډول وژلې ده.
​د هرات ولایت د زنده جان امنیه قوماندانۍ امنیتي او کشفي ځواکونو د راپور له ترلاسه کولو وروسته، تعقیبي عملیات پیل کړل او په ډېر لنډ وخت کې یې د دې پېښې ټول ۷ تنه عاملین وپېژندل او ویې نیول.
​ټولو نیول شویو کسانو په لومړنیو څېړنو کې پر خپل جرم اعتراف کړی چې دوسیې به یې د قانوني پړاوونو د بشپړولو په موخه عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.
​د هرات ولایت امنیه قومانداني ډاډ ورکوي چې د ښاریانو د امنیت تامینول او له جنایي جرمونو سره پرېکنده مبارزه د امنیتي ځواکونو له اساسي لومړیتوبونو څخه دي او هېڅ قانون ماتوونکی کس به له قانوني تعقیب او مجازاتو څخه خوندي پاتې نه شي.