د هرات د شرطې له ښوونیز مرکز څخه ۴۴۹ تنه مجاهدین فارغ شول
د کورنیو چارو وزارت د ښوونې او روزنې لویې قوماندانۍ اړوند د هرات د شرطې له ښوونیز مرکز څخه ۴۴۹ تنه مجاهدین، چې د لوېدیځ زون د ولایتونو په قطعاتو او جزوتامونو پورې تړاو لري، د شرطې د ابتدایي مسلکي زدهکړو له بشپړولو وروسته فارغ شول. د فراغت په مراسمو کې د هرات د امنیې قوماندانۍ د امنیت آمر مل پاسوال قاري نجیبالله علي، د هرات د شرطې ښوونیز مرکز قوماندان الحاج سمونوال مولوي عبدالصمد مبارک، د دیني علماوو او ملکي او نظامي ادارو یو شمېر مسؤلینو ګډون کړی و. ویناوالو د دندو په ترسره کولو کې پر اخلاص، د اوامرو پر اطاعت، د جهادي او اسلامي ارزښتونو پر ساتنې او خلکو ته پر صادقانه خدمت ټینګار وکړ او له فارغ شویو مجاهدینو یې وغوښتل چې خپلې زدهکړې د هېواد د امنیت د ټینګښت او ولس ته د غوره خدمت لپاره په ښه توګه وکاروي.