د نیمروز والي نشه یي توکو سره د جدي مبارزې په موخه له ځایي مسؤلینو سره ناسته وکړه

moi-af
دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۴ - ۱۰:۴۰
asdfasdf

د نیمروز والي د نشه یي توکو سره د جدي مبارزې په موخه د نشه یي توکو سره د مبارزې له عمومي مدیر، ولسوالانو او د ولسوالیو له امنیه قومندانانو سره ولیدل.

په دې ناسته کې د نیمروز والي شیخ محمد قاسم خالد د نیمروز د لرې پرتو سېمو د نشه یي توکو سره د مبارزې په برخه کې د ترسره شوو اقداماتو راپور وڅېړه او په یاده برخه کې په لا ډېرو هڅو ټینګار وکړ.

ښاغلي خالد مسؤلینو ته په وینا کې وویل، چې د نشه یي توکو د قاچاق او پلور اجازه هېچا ته مه ورکوئ او په دې برخه کې د امیرالمؤمنین حفظه الله فرمان په کلکه عملي کړئ.

په پای کې مسؤلینو د نیمروز والي ته ډاډ ورکړ  چې د نشه یي توکو د کښت او قاچاق د مخنیوي په برخه کې به خپلې هلې ځلې  نورې هم ګړندۍ کړي.