د نړیوالو پروژو د ساتنې ریاست

دغه ریاست د هیواد په کچه د هغو نړیوالو پروژو د ساتنې دنده لري، کوم چې د عامه‌ساتنې ملي تصدۍ معینیت سره تړون (قرارداد) ولري.
د نړوالو پروژو د ساتنې ریاست افسران، ساتنمنان او ساتونکي (ګاردان) تر ثبت، راجستر او بایومتریک کولو وروسته، خپلو اړوندو قطعاتو ور پیژني او د تړون له‌مخې په یونیفورم او تجهیزاتو باندې د هغوي د سمبالښت په‌پار اقدام کوي.
یاد ریاست په‌دې توانیدلی چې د هیواد په کچه له هغو لسګونو نړیوالو پروژو څخه ساتنه وکړي؛ کوم چې پخوا به خصوصي امنیتي کمپنیو له هغو څخه ساتنه کوله.