د ننګرهار پولیسو لپاره ۱۵ ورځنۍ د وړتیا لوړولو سیمینار پای ته ورسېد

moi-af
دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۴:۴۸
asdfaf

په یاد سیمینار کې، نېږدې ۷۰ تنو منسوبینو ګډون درلود چې، پکې شرعي، مسلکي او اختصاصي زده کړې منسوبینو ته ورکړل شوې.
په فراغت غونډه کې، د ننګرهار ولایت امنیه قومندان الحاج مولوي محب الله حماس په خپله وینا کې، د علم په زده کړه ټینګار وکړ او داسې زده کړې یې، د نظام د لا پیاوړتیاوو لپاره اړینې وبللې، ښاغلي حماس له فارغو شویو منسوبینو وغوښتل چې، په خپلو دندو کې، اخلاص او تقوا وکړي او له ولس سره نېک چلند وکړي.
وروسته نورو مسوولینو هم په خپل وار سره خبرې وکړې او فارغ شوي منسوبین یې خپلو اصلي دندو او مسوولیتونو ته ځیر کړل.
په پای کې په فارغو شویو منسوبینو د فراغت سندونه ووېشل شول.