د ننګرهار ولایت په مربوطاتو کې یو اندازه نشه يي توکي نیول شوي.

moi-af
پنجشنبه ۱۴۰۰/۱۰/۳۰ - ۹:۲۲
بیلا

دننګرهار ولایت امنیه قومندانۍ د نشه يي توکو پروړاندې دمبارزی مدیریت مجاهدینو د اوومی ناحی په مربوطاتو کې یو لړ عملیات تر سره کړي چې په نتیجه کې د یو تن فدامحمد د ملک وکیل ځوی چې اصلآ د ننګرهار ولایت د خوګیاڼو ولسوالې اوسیدونکې چی اوس مهال د جلال اباد ښار په اوومه ناحیه کې استوګڼ دی د نوموړي له کور څخه (2150) دانۍ تابلیت کا ګولې،(600) ګرامه دتابلیت کا خام مواد، (42) ګرام شیشه،(380) ګرامه تریاک،(2) ګرامه هیروئن، (900) ګرامه چرس، (1.490) کیلوګرامه کیمیاوي مواد او دکیمیاوي مواد او نشه يي ګولیو د پروسس ابتدايي وسایل کشف او په لاس راوړي.
په تور يی یو تن فدامحمد نومې نیولې نیول شوي کس په خپل جرم اعتراف کړې چی اوس مهال دننګرهار ولایت امنیه قومندانۍ د نشه يي توکو پروړاندې دمبارزی مدیریت کې تر پښتنو او ګرويژنو لاندې دې.