د نشه یي توکو سره د مبارزې مرستیال د روسیې هیواد د کورنیو چارو وزارت د نشه یي توکو سره د مبارزې له اداري مرستیال سره وکتل

moi-af
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۷ - ۱۲:۱۷
سبسبسبس

د نشه یي توکو سره د مبارزې مرستیال الحاج لوی پاسوال ملا عبدالحق اخند همکار، د روسیې هیواد د کورنیو چارو وزارت د نشه یي توکو سره د مبارزې اداري مرستیال الکسي دروزدف او په افغانستان کې د روسیې سفارت د نشه یي توکو سره د مبارزې استازي سرګي ساوچګین سره د خپل کار په دفتر کې وکتل.
په دغه کتنه کې لومړی، ښاغلي همکار په افغانستان کې د نشه یي توکو سره د مبارزې او لاسته راوړنو په هکله معلومات شریک کړل او د روسیې هیواد څخه یې غوښتنه وکړه، چې د کروندګرو لپاره د بدیل معیشت په برخه کې همکاري وکړي.
وروسته راغلو استازو د نشه یي توکو سره د مبازرې معینیت کړنې او فعالیتونه مثبت وارزول او د هر راز همکارۍ ډاډ یې څرګند کړ.