د نشه يي توکو د پلور او قاچاق په تړاو د ۹ تنو د نیول کېدو سربېره؛ ۳۷۳ کیلوګرامه چرس کشف او ترلاسه شول

jamil-moi
شنبه ۱۳۹۹/۱۱/۲۵ - ۱۲:۵۶
7

د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو د پروان، فاریاب، لوګر، سرپل، خوست او بلخ ولایتونو په اړوند سیمو کې د څو جلا اوپراتیفي عملیاتو په پایله کې نهه تنه د نشه يي توکو د پلور او قاچاق په تړاو نیولي دي.
د یادو کسانو له ډلې؛ پروان کې یو کس د چرسو د قاچاق، فاریاب کې دوه تنه، سرپل کې یو کس، بلخ کې څلور تنه او خوست کې هم یو کس نیول شوي دي.
له نیول شویو کسانو څخه ۳۷۳ کیلوګرامه چرس، یو اندازه هیرویین، ښيښه او همدارنګه الکولي څښاک هم ترلاسه شوي دي.