د نشه يي توکو د توليد يوه فابریکه کشف او له منځه يوړل شوه
په فراه ولایت کې د نشه يي توکو د پروسس او توليد يوه فابریکه له لسګونه کيلوګرامه نشه يي توکو او لسګونه لېتره تیزابو سره يوځای کشف او تخريب شوه.
د فراه ولايت د امنیه قوماندانۍ د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو په بکواه ولسوالۍ کې د يو لړ هدفمنو عملیاتو په ترڅ کې، د نشه يي توکو د توليد يوه فابریکه چې ۲۳ کيلوګرامه ژېړ پوډر، ۱۹ کيلوګرامه تور پوډر او ۸۰ لېتره تیزاب پکې وو، کشف او وسوځوله.