د نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې د پیاوړتیا په موخه د فاریاب له والي سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه

moi-af
پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۴:۲۳
شسیبش

د کورنیو چارو وزارت د نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې معین، شیخ عبدالرحمن منیر، د فاریاب ولایت له والي الحاج مولوي عبدالاحد فضلي سره په خپل کاري دفتر کې وکتل. په دې لیدنه کې د فاریاب والي په یاد ولایت کې د نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې د روانو فعالیتونو او لاسته راوړنو په اړه معلومات شریک کړل، چې د معین له لوري وستایل شول. ښاغلي منیر ټینګار وکړ چې د ولایتي مسؤلینو او د مبارزې د منسوبینو ترمنځ لا زیاته همغږي کولی شي د نشه‌یي توکو پر وړاندې مبارزه نوره هم پیاوړې او چټکه کړي. په همدې حال کې، د فاریاب والي د هر اړخیزې همکارۍ ژمنه وکړه او غونډه د دواړو لورو ترمنځ د دوامدارې همغږۍ په تأکید سره پای ته ورسېده.