د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې معین د یوناما له سیاسي رئیس سره وکتل

moi-af
چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۷ - ۱۴:۳۲
asdfaf

کورنیو چارو وزارت د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې معین، شیخ الحدیث الحاج مولوي محمد قاسم خالد ، په کابل کې د یوناما له سیاسي رئیس ښاغلي سکات سمیت او مل پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
د لیدنې په پیل کې د یوناما استازو د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله هغه فرمان چې د نشه‌ يي توکو د مخنیوي په اړه صادر شوی وو هر کلی وکړ او د نشه یي توکو پر وړاندې ترسره شوې هڅې یې وستایلې.
ورپسې د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې معین، د راغلو استازو هرکلی وکړ او څرګنده یې کړه چې د افغانستان اسلامي امارت د نشه‌ يي توکو پر وړاندې کلکه مبارزه کړې او هیچاته به د نشه‌ يي توکو د کر، قاچاق، پېر او پلور اجازه ورنه‌کړي.
ښاغلي خالد زیاته کړه چې د روږدو کسانو درملنه، وقایه، مسلکي زده‌کړې، بزګرانو ته د بدیل کښت برابرول، او د نشه‌ يي توکو د مخنیوي په برخه کې باید نړیواله همکاري هم موجوده وي، ځکه نشه‌ يي توکي یوازې د افغانستان نه، بلکې یوه نړیواله ستونزه ده.
په پای کې دواړو لوریو د لا زیاتو همکاریو ژمنه وکړه.