د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې معین د افغانستان لپاره د UNODC له استازي او مل پلاوي سره ولیدل

moi-af
دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۳ - ۱۵:۳۶
sdfsa

د کورنیو چارو وزارت د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې معین، الحاج لوی پاسوال ملا عبدالحق آخند همکار، په ویانا کې د ملګرو ملتونو د  نشه یي توکو او جرمونو پر ضد دفتر (UNODC) د عملیاتي برخې له رئیس ښاغلي بو متیانس او په افغانستان کې د یاد دفتر له مشر ښاغلي پولیک اوک سیری سره وکتل. په دې لیدنه کې معین صاحب د نشه‌يي توکو پر وړاندې د UNODC د دوامدارې همغږۍ مننه وکړه او د معینیت وروستي فعالیتونه یې له استازو سره شریک کړل.

ښاغلي همکار له یاد بنسټ وغوښتل چې د بدیل کښت او د روږدو کسانو د درملنې، حمایې او راټولولو په برخو کې خپل ملاتړ زیات کړي. بل‌خوا، د UNODC پلاوي د معینیت هڅې وستایلې او ژمنه یې وکړه چې همکارۍ به روانې وساتي. ياد پلاوي بزګرانو سره د مرستو او روږدو کسانو د ملاتړ په برخه کې د همکاریو ژمنه هم وکړه.