د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې امنیتي منسوبینو

moi-af
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۰:۴۴
sdafsaf

د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې امنیتي منسوبینو په بلخ ولایت کې تر دوو زرو زیاتې نشه‌يي ګولۍ، په هلمند ولایت کې ۵۴۲ نشه‌يي ګولۍ او د فاریاب ولایت د اندخوی ولسوالۍ په مربوطاتو کې یوه اندازه شراب او تخمیر شوې انګور کشف او ضبط کړي دي.

د یادو توکو د تولید، قاچاق او پلور په تړاو شپږ تنه هم نیول شوي، چې له لومړنیو څېړنو وروسته به عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.