د نشه‌يي توکو د مخنیوي په موخه د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې معین په مشرۍ پلاوي په ننګرهار کې غونډه وکړه

moi-af
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۳ - ۱۰:۶
شسیشسب

د کورنیو چارو وزارت د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې معین الحاج شیخ عبدالرحمن منیر د خپل مل پلاوي په مشرۍ ننګرهار ولایت ته د سفر پر مهال د نشه‌يي توکو د مخنیوي په موخه له سیمه‌یيزو مسؤلینو سره غونډه ترسره کړه.
 یاده غونډه چې د جلال‌اباد شاهي ماڼۍ کې جوړه شوې وه پکې د ننګرهار والي، د استخباراتو مسؤلینو، ولسوالانو، امنیه قومندانانو او یو شمېر نورو اړوندو مسؤلینو ګډون کړی و. د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې معین وویل، چې دغه سفر د امیرالمؤمنین حفظه‌الله د شفاهي لارښوونې له مخې ترسره شوی او موخه یې د کوکنارو او نورو نشه‌يي توکو د کښت، قاچاق، کاروبار او کارونې مخنیوی دی، نوموړي په دې برخه کې د جدي او قاطع اقداماتو پر ترسره کولو ټینګار وکړ او مسؤلینو ته یې لارښوونه وکړه، چې له علماوو او قومي مخورو سره په همغږۍ د عامه پوهاوي بهیر لا پیاوړی کړي. 
همدارنګه د ولایت مقام په استازیتوب د ټولو فرامینو، په ځانګړي ډول د نشه‌يي توکو د مخنیوي فرمان، د بشپړ تطبیق ډاډ ورکړل شو.