د نشه‌يي توکو د قاچاق او پلور په تړاو ۲۸ تنه نیولي

moi-af
دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۴:۲۲
سیشبسش

د شرطې ځواکونو د جلا جلا عملیاتو په پایله کې، ۲۸ تنه په لغمان، سمنګان، جوزجان، خوست، نیمروز، پروان، کاپیسا، بامیان او بلخ ولایتونو کې د نشه‌يي توکو د قاچاق او پلور په تړاو نیولي، چې د لومړنیو څېړنو تر بشپړېدو وروسته به عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.
له نیول شویو کسانو څه باندې دوه کیلوګرامه چرس، ۷۰۰ د نشه‌يي توکو ګولۍ او یو اندازه تریاک او شیشه ترلاسه شوې ده.