د میدان وردګو ولایت لپاره نوی ټاکل شوی والي د کورنیو چارو وزارت د اداري مرستیال او کفیل له لوري د ولایت کارکوونکو ته ور وپېژندل شو.

moi-af
دوشنبه ۱۴۰۰/۸/۲۴ - ۱۰:۵۷

میدان وردګ د ګران افغانستان یو له لرغونو ولایتونو څخه دی. یاد ولایت کابل ته د نږدې والي له کبله د کابل ولایت دروازه بلل کېږي. د دغه ولایت لپاره نوی ټاکل شوی والي تېره ورځ د یوې پرتمینې غونډې په ترڅ کې د یاد ولایت ولسونو ته معرفي شو.
هغه غونډه چې په همدې موخه د میدان وردګ ولایت په لوی تالار کې د کورنیو چارو وزارت د مشرتابه پلاوي په ګډون جوړه شوې وه، د قران عظیم الشان د څو مبارکو ایتونو په تلاوت سره پیل شوه.
په پيل کې د کورنیو چارو وزارت اداري مرستیال او کفیل ښاغلی مولوي نور جلال جلالي د اسلامي امارت د مشرتابه د حکم پر بنسټ د نوي ټاکل شوي والي د پېژندګلوي حکم ولوست او نوي ټاکل شوي والي ته یې په چارو کې د لا بریاوو هیله څرګنده کړه.
ښاغلي جلالي په خپلو خبرو کې د مخکېني فاتح والي د سرښندنو یادونه او قدرداني هم وکړه.
د کورنیو چارو وزارت کفیل دغه راز د مجاهدینو په لیکو کې د تصفیې او پاکوالي په اړه هم خبرې وکړې او په دې برخه کې مسوولینو ته لازمې سپارښتنې وکړې.
وروسته د کورنیو چارو وزارت د اداري معین د دفتر رییس ښاغلي شیخ القران والحدیث مولانا محمد طاهر د غونډې ګډونوالو ته د ښه راغلاست تر څنګ د مجاهدینو په کړنو او لاسته راوړنو خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې د ولایت دنده د ولسونو پر وړاندې یو دروند مسوولیت دی. د الله انعامات ډېر دي خو مهم یې امن دی چې موږ او زموږ کړېدلی ملت اوس په دغه انعام نازول شوی دی او د الله پاک شکر ادا کوو.
ورپسې د میدان وردګو ولایت مخکېني فاتح والي مولوي رحیم الله محمود خبرې وکړې او د څه باندې درېیو میاشتو ماموریت په لړ کې یې ولسونو ته د خدمت په برخه کې په خپلو کړنو رڼا واچوله او د تېروتنو عذر یې وغوښت.
د غونډې په لړ کې د میدان وردګو ولایت لپاره نوي والي حاجي محمدامین جان هم خبرې وکړې او په صفوفو کې یې د پاکوالي په موخه مشرتابه ته ډاډ ورکړ. ده دغه راز د مخکېني والي کړنې وستایلې او له دوی څخه یې په چارو کې د مرستې او معاونت غوښتنونکی شو.
وروسته د میدان وردګو ولایت امنیه قوماندان شیخ محمد شریف حلیمي خبرې وکړې او د مخکېني والي د مدبرانه کړنو قدر داني یې وکړه، ده ښاغلي حلیمي ته د لا ښه امنیت په راوستو کې د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ.
د غونډې په پای کې د میدان وردګو ولایت نوي ټاکل شوي مرستیال والي ښاغلي شیخ الحدیث مولوي شېر احمد هم خبرې وکړې او مجاهدینو ته یې د ولسونو لپاره د لا ښه امنیت لارښوونه وکړه.