د میدان وردګو ولایت د سیداباد او جغتو ولسوالیو ۲۸۶ تنه پولیس د وړتیا لوړونې له سیمینار څخه فارغ شول
مسوولینو د ښوونکو له هڅو مننه وکړه او د داسې سیمینارونو جوړول یې د پولیسو د فکري او مسلکي وړتیا لوړونې په برخه کې ارزښتناک وبلل.
دغه راز یې فارغو شوو منسوبینو ته لارښوونه وکړه چې، د خپلو زده کړو څخه د خپلو وظایفو د اجرا پر وخت کې موثره ګټه پورته کړي.
په پای کې په فارغو شوو پولیسو منسوبینو د فراغت سندونه ووېشل شول.