د میدان وردګو د نرخ او لومړۍ حوزې ۲۲۱ تنه منسوبین د وړتیا لوړونې له روزنیز سیمینار څخه فارغ شول
 
              یاد سیمینار د میدان وردګو ولایت امنیه قومندانۍ د ښوونې او روزنې مدیریت لخوا په لاره اچول شوی وو چې، فارغ شوو منسوبینو پکې د پلټنې اصول، مدیریت، عقیده تي او مسلکي زده کړې تر سره کړي دي.
مسوولینو د مبارکۍ تر څنګ له فارغو شویو منسوبینو وغوښتل چې له خپلو زده کړو د عمل په ډګر کې ګټه واخلي او د بیت المال په ښه ساتلو او د ولس سره نیک چلند خپل کړي.