د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو په پروان او هرات ولایتونو کې درې طالبان له یو اندازه وسلو، د سړک غاړې ماینونو او مهماتو سره ونیول 

jamil-moi
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۸ - ۱۰:۲۱
6

د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د پروان ولایت په بګرام ولسوالۍ کې یو لړ هدفمند عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې دوه ترهګر طالبان چې د ترورېستي پېښو په طرحه او سازماندهي کې يې فعاله ونډه درلوده، نیولي دي.
له یادو ترورېستانو څخه څلور کړۍ ماینونه او د درنو وسلو درې ډزه ګولۍ هم ترلاسه شوې دي.
بلخوا؛ دې ځواکونو د هرات ولایت د رباط سنګي ولسوالۍ په "الاف" کلي کې هم د یو لړ عملیاتو په پایله کې یو طالب له یو میل کلاشینکوف، یوې قبضې تومانچې، درې کړۍ لاسي بمونو، یو اندازه مهماتو او همدارنګه نظامي تجهیزات سره یو ځای نیولی دی.