د ملي پولیسو په لیکو کې له کرونا ویروس سره د مبارزې کمپاین لړۍ

hakimi-moi
دوشنبه ۱۳۹۹/۱/۲۵ - ۹:۴۶
01

د خوست، میدان وردګ، جوزجان، کندز او ننګرهار ولایتونو د امنیه قومندانیو منسوبینو په یادو ولایتونو کې د ملي پولیسو په قطعو او جزوتامونو کې د ملي پولیسو منسوبینو ته یو شمېر لازم روغتیايي او وقایوي توکي لکه: سينيټايزر، ماسکونه، دستکشې، صابون، کاغذي دسمال، او عينکې ووېشل.
د یادو توکو د وېش پر مهال د ولایتونو د امنیه قومندانیو روغتیايي ډلې له کرونا ویروس سره د مبارزې په پار د ملي پولیسو منسوبینو ته ځينې لازمې سپارښتنې او لارښوونې هم وکړې او له کرونا ویروس سره د مبارزې کمپاین د عامه پوهاوي په برخه کې یې د دوی رول مهم یاد کړ. 
د یادونې وړ ده چې تر دې دمخه هم په یو شمېر ولایتونو کې د ملي پولیسو منسوبینو ته د ۷۰ میلیونه افغانیو په ارزښت لازم روغتیايي او وقایوي توکي وېشل شوي دي.